افغانستانسلايډ

چارواکي: کندهار لپاره د طالبانو والي وژل شوی

د کندهار امنيتي چارواکي ادعا کوي، چې دې ولايت لپاره د طالبانو نومول شوی والي يې وژلی دی. هغوی وايي، مولوي حيات الله او د هغه مرستيال مولوي احمدشاه يې له پنځه څلوېښت نورو وسله والو سره د روزگان- کندهار پر لويه لار د عملياتو پر مهال وژلي دي.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبد الرازق رسنيو سره خبرو کې وويل: «مولوي حيات الله او مولوي احمد شاه همت پرون ماښام شا ولي کوټ ولسوالۍ سره وژل شوي دي».

امنيتي ځواکونو وروسته له هغه ياده سيمه کې عمليات پيل کړل، چې طالبانو د ملي اردو او پوليسو له شلو ډېرې پوستې له هغوی ونيولې او د لسگونو امنيتي ځواکونو د وژلو ادعا يې وکړه.

جنرال عبد الرازق وايي، وسله والو دغې جگړې ته له نورو سيمو هم خپل ملگري ورټول کړي دي.

د دې عملياتو په ترڅ کې وړمه ورځ د کندهار د لويو لارو د ساتنې د پوليسو قوماندان حاجي لالا هم د وسله والو طالبانو په يو بريد کې مرگونی ټپي شو.

طالبانو لا د خپل والې په اړه د شوې ادعا پخلی يا رد نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button