سلايډسيمه او نړۍ

امريکا د ايران سمندري حدودو په سرغړونه بښنه وغوښته

د ايران سمندري ځواکونو مشر وايي، چې امريکا د دوه سمندري ماڼوگانو لس تنه عملې سره د ايراني سمندري حدودو په سرغړونې بښنه غوښتې.
د ايران انقلاب ساتونکو د سمندري ځواکونو مشر جنرال علي فداوي د امريکايي ماڼوگانو په اړه ويلي، چې «د غير مسؤولانه فعاليتونو په تور يې نيولي او د امريکايي چارواکو له بښنې وروسته به يې خوشي کړي.»
غربي رسنۍ وايي، چې دواړه امريکايي ماڼوگاڼ هغه مهال د ايراني سمندري ځواکونو له لوري ونيول شول، چې «د تخنيکي ستونزو» له امله يې د ايران سمندري حدودو کې دمه وکړه.
امريکايی چارواکو هم منلې، چې له کويته بحرين ته تلونکي دوه ماڼوگان خليج فارس کې له لنډې دمې وروسته د ايراني ځواکونو له لوري نيول شوي او دوی سره يې اړيکې پرې شوي دي.
د امريکايي چارواکو په وينا ايران دوی ته ډاډ ورکړی، چې ماڼوگان له لس تنې عملې سره خوندي دي، مگر دا يې ونه ويل، چې نيول شوي امريکايان به کله پرېږدي.
له پېښې وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزير جون کيري خپل ايرني سيال جواد ظريف ته تيليفون کړی او د پېښې په اړه يې اوږدې خبرې کړي دي.
له دې وړاندې ۲۰۰۷م کې ايران د برتانيې ۱۵ سمندري پوځيان د سمندري حدودو د غړونې په تور ديارلس ورځې بنديان کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button