د بدخشان چارواکو خبر ورکړی، چې جرم ولسوالۍ کې سلگونه بهرني او داخلي جنگيالي ځای پر ځای شوي دي، چې ستر امنيتي گواښونه يې رامنځته کړي دي.
د بدخشان مرستيال والي گل محمد بيدار رسنيو سره خبرو کې ويلي، له دوه نيم سوو تر درې سوو پورې ازبک، تاجک، چيچنيايي او پاکستاني وسله وال او د افغانستان طالبان د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې مېشت دي او هره شېبه کولی شي، د ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړي. نوموړی وايي تر منځه يې يوازې لږه فاصله ده او طالبان هره شېبه د ولسوالۍ مرکز گواښي.
نوموړي په همدې وخت کې زياته کړې، چې سيمه کې يې د روانې مياشتې پای کې د عملياتو تياری نيولی، چې حکومت اجازه ورکړې ده.
د بدخشان چارواکي په داسې حال کې د طالبانو په لاس د جرم د سقوط اندېښنه کوي، چې وردوج او يمگان ولسوالۍ هم له پينځو مياشتو راهيسې د طالبانو ولکه کې دي.