دي نيشنل انټرسټ: ناټو ويريږي، چې روسيه به اروپايي هېوادونه لاندې کړي

نيشنل انټرسټ امريکايي مجلې ليکلي، چې ناټو وېره لري، که ناټو ځواکونه نور مجهز نه شي او پر همدې رواجي وسلو سمبال وي، نو اروپايي هېوادونه به د روسيې لپاره د خپلو هېوادونو ډېره ځمکه له لاسه ورکړي.
نېشنل انټرسټ د رانډ امريکايي څېړنيز مرکز د څېړنو له مخې ليکلي، چې کېدای شي روسيه په راتلونکي وخت کې د راوپا پر بالتيک هېوادونو بريد وکړي او دې سره به دغه سيمه کې نوې سړه جګړه پيل شي.
نېشنل انټرسټ د رانډ څېړنيز مرکز د پوهانو له قوله ليکلي، چې دوی پر بالتيک هېوادونو د روسيې بريدوګونو د ګواښ په اړه څېرنه کې دې نتيجې ته رسېدلي، چې ناټو د اوسني نظامي قوت په لرولرو د دغو هېوادونو دفاع نه شي کولای او روسيه به کېدای شي د خپل بريد موخه استونيا، لاتفيا او ليتوانيا وګرځوي.
نېشنل انټرسټ زياتوي، چې د روسيې او اروپا اختلافات اوج ته رسېدلي او له همدې امله د روسيې له لوري پر اروپايي هېوادونو د بريد چانس هم ډېر زيات دی.
د زړو وعدو تکرار
امريکايي مجلې ليکلي، چې د شمالي اټلانټيک نظامي ايتلاف «ناټو» نه يوازې په اروپايي هېوادونو کې د شوروي پوځيانو د ماتو هوډ درلود، بلکې ناټو وايي، چې اروپايي هېوادونو ته هر ډول ګواښ بايد مخکې له مخکې له منځه ولاړ شي او د دې لپاره بايد له جګړې وړاندې له قوي ډيپلوماسۍ کار واخيستل شي او اوس هم ناټو هماغه د ۱۹۴۹م په څېر هغه پخوانۍ وعدې تکراروي او هڅه کوي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې روسيې سره د شخړو د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي.
نېنشل انټرسټ په خپله تبصره کې ليکلي، چې رانډ امريکايي څېړنيز مرکز، چې پر بالتيک هېوادونو د روسيې بريدونو په اړه کومې فرضي لوبې کړي، دې پايلې ته رسېدلي، چې کېدای شي روسيا دغه هېوادونه لاندې کړي، مګر مسکو به دې ته تيار وي، چې د دغو هېوادونو د نيولو لپاره هر ډول تاوان ومني؛ ځکه چې دغه وخت کې به ناټو ځواکونه د روسيې ځينو برخو ته ننوځي او دغه جګړه به نوره هم پراخه شي.
د تبصرې په پای کې راغلي، چې د روسيې سمندري ځواکونه به د ناټو پوځيانو د بريدونو قوي ځواب وايي او ناټو به دغه وخت کې لرې هدف ويشتونکي توغنديو څخه کار اخلي او دغه جګړه به د اوږدې مودې لپاره وغځيږي.
«روسيه به د بالتيک هېوادونه لاندې کړي، مګر دروند زيان به هم ورسره وګالي؛ ځکه چې دغه هېوادونه لاندې کول دومره اسانه هم نه دي.»