سيمه او نړۍ

ايران: انفلونزا دري‌دېرش تنه وژلي

په تېرو درې اوونيو کې د ايران په جنوب غرب کې انفلونزا (د خنزيرانو زکام) دري‌دېرش تنه وژلي دي.

د ايران روغتيا وزارت پرون دوشنبه د دې خبرې پخلی وکړ او زياته يې کړه، چې په راتلونکو ورځو کې به H1N1 وايروس پلازمېنه تهران هم ونيسي.

سرچينو ليکلي، د دې وايروس له امله اته ويشت تنه په کرمان او ۵ نور سيستان بلوچستان ولايتونو کې وژل شوي دي، د ايران رسمي خبري رسنۍ «ارنا» د روغتيا وزارت د مرستيال علي اکبر سياري له قوله ليکي، د تهران په ګډون اوه نور ولايتونه هم اوسمهال د وايروس تر تهديد لاندې دي، چې په چټک ډول به يې ونيسي.

سياري ويلي: «وايروس به په راتلونکو ورځو کې پلازمېنه تهران، ختيځ اذربايجان، لويديځ اذربايجان او کرمانشاه ته خپور شي». په کرمانشاه کې د يوه روغتون مدير رسنيو ته ويلي، په تېرو درې اوونيو کې نږدې شپږسوه کسان د دې ناروغۍ له امله روغتون ته وروړل شوي دي.

ايسنا خبري اژانس د علي اکبر حج دوست له خولې ليکلي: « H1N1 وايروس درې اوونۍ وړاندې کشف شو او موږ له نورو وړاندې د وبا په اړه خبر ورکړ». حج دوست د کرمانشاه له خلکو وغوښتل چې په راتلونکو درې ورځو کې پام وکړي، څو له وايروسه بچ وي.

انفلونزا تېر کال هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې زرګونه تنه وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button