سيمه او نړۍ

اسرائيلو د يو ښوونځي په گډون لسگونه ودانۍ نړولي

د ملگرو ملتونو سازمان خبر ورکړی، چې اسرائيلو د فلسطين په غربي تړانگه کې د يو ابتدايي ښوونځي په گډون يوڅلوېښت کورونه نړولي.
دغه نړېوال سازمان د جمعې په ورځ تازه راپور کې ويلي: «اسرائيلو د غربي تړانگې په خيربيت تانا کلي کې دغه کورونه نړولي دي».
راپور زياتوي، د يوڅلوېښت ودانيو په نړولو لس فلسطيني کورنۍ بې کوره شوې دي
د منځني ختيځ لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي نيکولای ملادينو ويلي، د پخوا په پرتله د نوي کال په شروع کېدو د اسرائيلو له لوري د فلسطينیانو د ودانيو نړول يو په درې زيات شوي دي.
څه وخت مخکې دې سازمان خبر ورکړی وو، چې په نږدې يوه لسيزه کې له نوي زرو ډېر فلسطينیان بې کوره شوي او د اسرائيلو له خوا د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اسرائيلو په لاس د فلسطينيانو کورونه نړول نوې خبره نه ده، اسرائيل سره له دې چې د نړيوالو تر فشار لاندې دي، د فلسطينيانو کورونه نړوي. تېره اونۍ اسرائيلي پوځيانو په غربي تړانگه کې د فرانسې له خوا جوړ شوی ښونځی ونړاوه، چې ملگرو ملتونو ورباندې انديښنه وښوده.
د دوه زره شپاړس ميلادي کال له پيله اسرائيلو هره اوونۍ د فلسطينيانو نهه‌ويشت کورونه نړولي دي.
اسرائيل د خپلو وگړو د ځايولو او د خپلې ولکې د پراخولو په موخه د فلسطينيانو کورونه نړوي او خپلو خلکو ته په کې ابادي کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button