چين: حکومت د اويغور مسلمانانو پر روژه او نور عبادت بنديز لگولی
د چين واکمن کمونست گوند د تېر په څېر سږکال بيا پر اويغور مسلمانانو د روژې نيولو بنديز لگولی دی. حکومت سينکيانگ سيمه کې چې مسلمانان په کې مېشت دي، پر دولتي مامورينو او زده کړيالانو بنديز لگولی، چې د رمضان مبارکه مياشت کې به روژه نه نيسي او نور عبادتونه به نه کوي. سينکيانگ کې له لسو ميليونو ډېر مسلمانان ژوند کوي، د چين حکومت هلته د هوټلونو او رستورانتونو خاوندانو ته امر کړی، چې د روژې مياشت کې دې هوټلونه نه بندوي.
ځايي حکومت په دې اړه د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي: «د کمونيست گوند غړي، پوځي او ملکي مامورين او زده کوونکي د روژې نيولو او ديني فعاليتونو کې د گډون اجازه نه لري، دغه راز به دوی جوماتونو ته نه ننوځي». خبر پاڼې د روژې تر پايه د هوټلونو، دکانونو او خوړنځايونو پر بندولو بنديز لگولی.
د اويغور مسلمانانو د نړيوالې ټولنې وياند دلشاد رشيد چې له چينه بهر اوسېږي، د حکومت پر دې پرېکړه نيوکه کړې او دا يې د حکومت له لوري د اويغوريانو له دين او عقيدې سره دښمني بللې. نوموړي ويلي، چې د چين حکومت او د کمونست گوند غړي ادعا کوي، چې چين کې مېشتو ټولو خلکو ته ديني ازادي ترلاسه ده، خو د نورو دينونو پلويان يې تر څارنې لاندې نيولي. هغه د حکومت له لوري دا ډول گامونه پورته کول په لوی لاس تاوتريخوالي ته لار اوارول بللي، چې له امله يې په تېرو کلونو کې زرگونه تنه وژل شوي دي.