سلايډسيمه او نړۍ

د پوتين او اردوگان ترمنځ سړه جگړه روانه ده

د ترکيې هوايي ځواک د سوريې سرحدي سيمې ته څېرمه روسي جنگي الوتکې له نسکورولو وروسته د ترکيې او روسيې تر منځ حالات ترينگلي دي.
ډيلي بيسټ امريکايي مجله وايي، چې د اردوگان او پوټين تر منځ سړه جگړه روانه ده او دواړه لوري پر يو بل د تېري تورونه لگوي.
ډيلي بيسټ ته نانيمتسوفا ژرونالېستې او ليکوالې په خپله يوه مقاله کې ليکلي، چې په رسمي توگه او رسنيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سړې جگړې بوی راځي.
مقاله زياتوي، چې روسي ولسمشر او د هغه ترکي سيال د يو بل پر ضد له تاوتريخوالي ډکې څرگندونې کوي او دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اوږد مهالو اړيکو ناوړه اغېز لري.
د ليکوالې په وينا د ترکيې او روسيې اړيکې په سياسي او تجارتي توګه ډېرې خوږې وې، مګر وروستي تاوتريخوالي د دواړو هېوادونو پر سياسي او اقتصادي اړيکو ناوړه اغېز کړی دی.
«د دواړو هېوادونو تر منځ د تورېزم، پيټرولو او گڼو نورو سوداګريزو او سياسي چارو ډېرې خوږې اړيکې دي، چې دواړو هېوادونو ته يې گټه رسيږي او د دواړو ملگرتيا بايد د سوريې د کشالې قرباني نه شي.»
روسي ولسمشر پوتين په سوريه د بشارالاسد ملاتړ کوي او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوگان د هغه د ګوښه کولو ګواښ کړی دی.
مقاله کې راغلي، چې د ترکيې او روسيې اړيکې تر ډېره بريده خړې شوي او دا ستونزه ورځ بلې نوره هم زياتيږي.
ويلاديميرپوتين تېره پنجشنبه په خپل کلني خبري کنفرانس کې وويل، چې د ترکيې او روسيې اړيکې دومره ترينگلې شوي، چې د بيا سمېدو چانس يې نه شته.
ليکوالې د روسيې له لوري پر ترکيې اقتصادي بنديزونو او غازو د نل ليکې د تړلو گواښ ته په اشاره وايي، چې دا ډول بنديزونه به پر ترکيې پام وړ اغېز ونه لري؛ ځکه چې ترکيه د اوکراين او جورجيا په څېر کوچنی هېواد نه دی، چې روسيه دې پرې قوي او غالبه شي او بله دا، چې ترکيه په اقتصادي قوت او غازو کې له روسيې کمه نه ده.
ليکواله دا هم وايي، چې ترکيه په ناټو غړو هېوادونو کې دوهم ستر پوځ لرونکی هېواد دی او داسې نه ښکاري، چې اردوگان دې د پوتين هغه غوښتنه ومني، چې ترکيه دې بښنه وغواړي.
د مقالې په پای کې راغلي، چې دواړه لوري له يو بله ګيله من دي او پر يو بل د تيري تورونه لگوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button