افغانستانسلايډ

المان کې پر ملي يووالي حکومت د لوړپوړو افغان چارواکو نيوکې

د المان مونشن ښار کې د عبد العلي مزاري د مړينې د کليزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې لوړپوړو افغان چارواکو او ډپلوماتانو پر ملي يووالي حکومت نيوکې کړې دي.

د افغانستان په ولسي جرگه کې د هرات د خلکو استازي احمد بهزاد د غونډې په ترڅ کې وويل: «افغانستان کې لا هم ملي يووالي په سمه معنا نه دی رامنځته شوی او په سياسي غونډو کې چې افغانستان کې له کوم ملي يووالي خبرې کېږي، ټول د عامه ذهن غولول دي».

د ښاغلي مزاري د مړينې د کليزې په مناسبت جوړې دې غونډې ته سياسي څېرې، ډپلوماتان، ليکوالان او لسگونه افغانان ورغلي وو.

د ولسي جرگې غړي احمد بهزاد زياته کړه: «تر څو چې افغانستان کې داسې ولايتونه وي، چې يو کلو متر قير شوی سړک نه لري، د ملي يووالي دعوه دروغ او زياتی دی».

نوموړي د پينځه سوه واټ برېښنا (ټوټاپ) د لېږد پروژې ته په اشاره وويل: «سره له دې چې سروې گانې او شواهد ښيي، چې د باميانو له لارې د دې برېښنا د تارونو تېرېدل په گټه دي، خو ځينې کړۍ غواړي، دا تارونه له نورو لارو تېر کړي». د هغه په وينا تر څو چې افغانستان کې ټولنيز عدالت رامنځته نه شي، د ملي يووالې نارې عوامو ته چل ورکول دي.

يوه المان مېشت افغان ډيپلومات ياسين رهياب هم غونډې ته د خبرو په ترڅ کې څرگنده کړه، چې: «افغانستان کې تر اوسه د ملي يووالي د مفهوم يو جامع تعريف نه دی څرگند، او د ټولنيز عدالت له پلي کېدو پرته نه ملي يووالي خوندي کېدای شي او نه هم سياسي نظام مشروعيت لري».

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي يووالي حکومت ولسمشر څو ورځې وړاندې عبد العلي مزاري ته د (د ملي يووالي شهيد» لقب ورکړ او زياته يې کړه، چې له دې وروسته به يې نوم کلنۍ کې ثبت شي او په رسمي ډول به دغه ورځ لمانځل کېږي.

عبد العلي مزاري د «حزب وحدت ملي افغانستان» مشر وو او د ۱۳۷۳کال د حوت په دوه ويشتمه نېټه د طالبانو له لوري ونيول شو او وروسته ووژل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button