افغان سياستوال ډاکټر فاروق اعظم نن د ولسمشر په گډون د ملي يووالي حکومت د لوړپوړو چارواکو په وړاندې خپله وينا کې وويل، چې د افغانستان روانه جگړه کې د طالبانو په نامه پښتانه ځپل شوي او د له منځه وړو هڅې يې شوې دي.
نوموړي زياته کړې ده، د حکومت ځينو چارواکو د ناټو په مرسته د هيواد پښتانه ځپل: «ځينو د ناټو په سوټي پښتانه وهل او ځپل، څو پښتانه ختم شي». د هغه په وينا دا پنځلس کاله پر پښتنو جنگ تحميل شوی دی او له ډېرو شيانو يې محروم کړي: «له دايکنډي څخه شپم نيم زرو کسانو د کانکور ازموينه ورکړې او له لوی کندهار يوازې شپاړلس سوه کسانو».
ښاغلي فاروق اعظم پر پخواني ولسمشر او حکومتي چارواکو نيوکه وکړه، چې خلک يې په زور جگړې ته مجبور کړل: «طالبان مات سوه، غوږ يې نيولی و، چې کورونو کې به مو پرېږدي، خو کرزي پرېنښودل، ډېرو طالبانو حکومتي چارواکو ته وويل، موږ درځو، چوکۍ نه غواړو، پرې مو ږدۍ، خو له راتگ سره سم دغه کسان بنديان او د باگرام او گوانتانامو زندانونو ته واستول شول».
هغه پر ولسمشر غني او اجرايه رييس غږ وکړ، چې روانه بې عدالتي يې د زغملو نه ده، ځکه پښتانه په دولت کې نه شته. «نن په نظام کې داسې کسان گډ دي، چې په قوت کې له طالبانو ډېر کم دي.
ښاغلي ډاکټر اعظم د سولې د روان بهير په اړه نيوکه وکړه، چې حکومت يې په اړه غلط فکر لري، چې گوندې سوله له پاکستان سره کېږي او د پاکستان د وس خبره ده، «خو تاسو نور پاکستان ته مراجعه نه بلکې خپل قوم ته مراجه وکړئ». هغه زياته کړه: «هغه کسان چې تاسو پرون نه پرېښودل، نن قوت دی او يوه برخه ځمکه په لاس کې لري».
ډاکټر فاروق پر طالبانو هم غږ وکړ، چې د دې پر ځای چې حکومت د امريکا گوډاگی بولي، خبرو ته دې ورسره کښېني او دواړه لوري دې د پاکستان او امريکا پر ځای خپلو کې يو بل ته امتياز ورکړي.
افغان سياستوال ښاغلي فاروق اعظم دا خبرې وروسته له هغه حکومتي لوړپوړو چارواکو ته وکړې، چې د ولسمشر په گډون د ملي يووالي حکومت ډېری مشرانو په تېرو ورځو کې اعلان کړه، چې سوله نور نه شته او يوازې جگړه به پرېکړه کوي. بل لور ته طالبانو هم د حکومت د دغه اعلان په مقابل کې توند غبرگون وښود او حکومت ته يې گواښونه وکړل.