افغانستانسلايډ

ناټو افغانستان ته يو نيم سل نور سلاکاران رالېږي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو رياست څرگنده کړې ده، چې ناټو افغانستان ته يو نيم سل نور سلاکاران رالېږي. دغه سلاکاران چې د افغانستان په گډون د نړۍ ډېرو هېوادونو کې کاري تجربه لري، راتلونکې اوونۍ به افغانستان ته راشي.

سرچينې ويلي، چې د دغو افسرانو د تيارولو لپاره افغانستان ته د دوی له سفره وړاندې پولينډ کې د ناټو مرکز کې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع وزارت ځينې چارواکو په کې هم گډون درلود.

دغه غونډه کې د افغانستان په روانو حالاتو او افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اغېز په اړه خبرې شوي دي. غونډه کې د افغانستان دولتي چارواکو څرگنده کړې، چې افغانستان ته تازه راتلونکو سلاکارانو ورسره د ښې همکارۍ ژمنه کړې ده.

افغانستان ته د امريکايي او ناټو پوځيانو او سلاکارانو راتگ تېرو څو مياشتو کې بيا زور اخيستی، څه ورځې وړاندې امريکا اعلان کړه، چې اته سوه تازه دمي سرتېري به افغانستان ته راولېږي، له هغې وړاندې يې ويلي وو، چې له افغانستانه بهر شاوخوا سيمو کې به څلور سوه سرتېري ځای پر ځای کړی. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان اوس هم له لسو زرو ډېر بهرني پوځيان مېشت دي.

امريکا په داسې حال کې يو وار بيا په عملي توگه د افغانستان جگړه کې ورگډه شوې ده، چې د ملي يووالي حکومت په پيل کې د کابل او واشنگټن تر منځ په لاسليک شوي امنيتي تړون کې هوکړه شوې وه، چې افغانستان کې د پاتې کېدونکو بهرنيو ځواکونو دنده به يوازې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ او روزنه وي، خو امريکا له هغه وخته راهيسې په گڼو مواردو کې دغه تړون مات کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button