د بغلان د ولايتي شورا غړو پر دولت غږ کړی، چې ډنډغوري کې د طالبانو ضد جگړې ته نور امنيتي ځواکونه واستوي. هغوی زياته کړې ده، سيمه کې له طالبانو سره د جنگېدونکو عسکرو شمېر لږ دی او دولت بايد په دې اړه جدي پاملرنه وکړي.
د سيمې خلک وايي، د جگړې په ترڅ کې يو ځل طالبانو حکومتي ځواکونه پر شا وتمبول او نږدې وه، مرکز پلخمري ته داخل شي، خو بېرته په شا شول.
د بغلان د ولايتي شورا يوه غړي فيروز الدين فيروز رسنيو ته ويلي، ډنډغوري کې په جگړه بوخت عسکر لږ دي او دولت يې بايد په اړه جدي پاملرنه وکړي. هغه وايي: «ډنډغوري کې طالبانو سره د هوکړه ليک له لاسليک وروسته د هغوی مورال لا پياوړی شوی او سيمه کې يې له خلکو نيولي وسايل ځای پر ځای کړي». د فيروز په وينا له دې امله چې سيمه کې طالبانو بمونه کرلي او خندق يې کښنلی دی، امنيتي ځواکونه پرمختگ نه شي کولای.
ښاغلی فيروز وايي، ډنډغوري کې د عملياتو له پيله شپاړلس ورځې ووتې، خو اوس هم طالبان نه دي مات شوي.
د ډنډغوري خلکو تېره ورځ ازادۍ راديو سره مرکه کې د دولتي ځواکونو له چلنه شکايت وکړ او زياته يې کړه، چې د سيمې زرگونه کورنۍ د جگړې تر اغېز لاندې دي. د سيمې اوسېدونکو پر امنيتي ځواکونو تور ولگاوه، چې کورونه باغونه او جوماتونه يې په درنو وسلو ولي او بمبار پرې کوي، چې له امله يې له سلو ډېر ولسي وگړي وژل شوي او نږدې اووه سوه نور ټپيان دي.
خو امنيتي چارواکي د خلکو دا خبرې ردوي او وايي، امنيتي ځواکونه په ډېر پام جگړه پر مخ وړي.