افغانستانسلايډ

چارچينو کې نښتې او د ولسوالۍ د سقوط وېره

د روزگان ولايت د چارچينو ولسوالۍ بېلا بېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ له څو ورځو راهيسې سختې نښتې روانې دي، چې له امله يې لسگونو امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د چارچينو امنيه قوماندان ولي داد رسنيو سره خبرو کې ويلي، چې تېره شپه ريگي سيمه کې وسله والو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي. نوموړي زياته کړې ده، د بريدونو په ترڅ کې اته پوليس او اته طالبان وژل شوي او پينځه پوليس او يوولس طالبان ټپيان دي.

هغه وايي، د چارچينو په شاه مشد، پساو، ريگي، دوسنگ، ساخر، کښته دوان او نورو سيمو کې له ډېره وخته جگړې روانې دي، خو موږ هڅه کوو سيمې کنټرول کړو.

خو د چارچينو يوې بلې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي، چې د امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې شمېره له دې ډېره ده.

د روزگان د ولايتي شورا پخواني رييس امان الله هوتکي هم د دې جگړې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د چارچينو امنيتي وضعيت خورا خراب دی. هغه وايي، که چارواکي يې غم ونه خوري، ولسوالۍ به طالبان ونيسي.

طالبانو د يادې جگړې پخلی کړی، د هغوی وياند قاري يوسف احمدي وايي، پر پوستو بریدونو کې يې اووه پوليس وژلي، خو دوی ته کوم زيان نه دی اوښتی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button