خبرونهسلايډ

فارن پالیسي: طالبان له ایران سره اړیکې لري

له برتانیې څخه د خپرېدونکې مجلې فارن پالیسۍ په وروستي راپور کې راغلي چې ایران له طالبانو سره د خپلې پولې په شاوخوا سیمو کې مرسته کوي تر څو د داعش ډله د ایران امنیت د افغانستان له پولې څخه ونه گواښي او ایران ته نږدې سیمې کې پټنځایونه جوړ نه کړي.

راپور زیاتوي چې ایران کوښښ کوي هر ډول مرستې له طالبانو سره وکړي تر څو په افغانستان کې د داعش نفوذ له منځه یوسي.

افغانستان ته د اروپايي ټولنې استازی مایکل میلیبند ویلي چې د ایران حکومت د طالبانو له ځینو گروپونو سره اړیکې نیولي تر څو په سیمه کې د داعش د ډلې نفوذ او ناامني له منځه یوسي.

تر دې دمه ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو کلونو کې هم د ایران او طالبانو تر منځ د اړیکو خبرې رسنیو ته راوتې دي.

موده وړاندې کابل کې د ایران سفیر له رسنیو سره ویلي وو چې دوی له طالبانو سره امنیتي اړیکې لري.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button