د ډرون بريدونو ۹۰ سلنه قربانيان ولسي خلک دي
تازه راپورونو ښودلې ده چې د امريکا د ډرون بريدونو ۹۰ سلنه قربانيان ولسي خلک دي.
د امريکا د ډرون بريدونو چلوونکو له نوي رازه پرده پورته کړې ده، چې په دغو بريدونو کې ۹۰ سلنه وژل کېدونکي کسان بې ګناه ولسي خلک دي.
يادو کسانو له امريکايي ولسمشر بارک اباما غوښتي دي، چې د ډرون بريدونو پر پروګرام دې له سره غور وکړي.
د هافینګټن پوسټ له راپور سره سم د ډرون بريدونو څلورو پخوانيو چلوونکو ويلي، چې واکمنان يې دروغ وايي او د پټو راپورونو په بنياد په ډرون بريدونو کې وژل کېدونکي ۹۰ سلنه خلک بې ګناه ولسي وګړي دي، چې ډېری يې مېرمنې او کوچنيان دي.
د سرچينې په وينا دغو کوچنيانو ته تر تربيې لاندې ترورستانو په سترګه کتل کېږي.
یادو څلورو تنو ويلي، د پاريس له بريدونو وروسته به ستاسو يقين پوخ شوی وي، چې ډرون بريدونو د امريکا او ناټو پر ضد کرکه ډېره کړې ده او په دې بريدونو کې د په نښه شويو وګړو د کورنۍ غړي د انتقام اخستو لپاره له هغو ډلو سره يو ځای کېږي، چې امريکا يې خپل دښمنان بولي.
ياده دې وي، چې امريکا د افغانستان، عراق، صومال او يمن په ګډون په نورو اسلامي هېوادونو کې له ډرون بريدونو ګټه اخستې ده او دا بريدونه يې د خپلو مخالفينو په ځپلو کې خورا اغېزمن ښودلي دي، خو د نړۍ په کچه بيا بيا په دې اړه راپورونه خپاره شول، چې د يادو بريدونو ډېری قربانيان بې ګناه ولسي خلک دي.