ترکیه: د واده په مراسمو کې چاودنې ۱۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
تېره شپه د ترکیې په غازی عینتاب سېمه کې د واده په مراسمو کې چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې ۱۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
واده ددغې سېمې د مشرانو په کورنۍ کې وو چې په وژل شوو او ټپیانو کې ډيری د همدې کورنۍ غړي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په وینا په چاودنه کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۹۵ تنه ټپیان دي. په وژل شوو او ټپیانو کې ماشومان هم شته.
د واده د مراسمو عیني شاهدان وایې چې چاودنه د ځانمرګې له خوا وشوه خو د ترکیې استخباراتو په وینا په لومړني معلوماتو کې زموږ څیړونو ښکاره کړه چې چاودنه د مینونو په ذریعه شوي خو وروسته بیا څرګنده شوه چې چاودنه یو ځانمرګی برید وو چې دواده مراسمو ته څېرمه سېمه کې شوې.
د پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو ورته پېښې په سېمه کې د داعش او کردي جنګیالیو له خوا کیږي.
د ترکیې ولسمشر اوردګان د وژل شوو او ټپیانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د پېښې عاملین به پیدا کړي او د عدالت منګولو ته به یې وسپاري.
اوردګان د پېښې پړه پر داعش ډلې واچوله او زیاته یې کړه چې ورته پېښې په نړۍ کې یواځې د داعش وحشي ډله کوي.
د اغازي عینتاب سېمه د ترکیې او سوریې تر منځ پرته سېمه ده چې له سوریې سره نژدې ۶۰ کیلو متره واټن لري، کله چې ترکیې د سوریې په جګړه کې برخه اخیستې په دغه سېمه کې ورته پېښې کیږي.