افغانستانسلايډ

پوليس قوماندان: ملي امنيت د قومي تړون له مخې خلک بنديانوي

بغلان کې د ملي امنيت له بنده د سيمه‌ييزو پوليسو راخوشې شوي قوماندان څرگنده کړې، چې د دې ولايت د ملي امنيت مسوولين ځايي اوسېدونکی او پوليس د قومي تړون له مخې نيسي او بنديانوي.

قوماندان صالح محمد وايي: «زندان کې راته وويل شو، ځکه نيول شوی يې، چې پښتون يې». نوموړی زياتوي: «بيا بيا را ته زندان کې ويل شوي، چې پښتانه له طالبانو او نورو ترهگرو ډلو سره اړيکې لرې». د هغه په وينا له دوه لوريو تر گواښ لاندې يو، له يوې لوري مو طالبان گواښي او له بل لوري د ملي امنيت چارواکي هڅه کوي، موږ له سيمې لرې کړي.

د بغلان د ولايتي شورا غړي شمس الحق بارکزي هم د دې خبرو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې بغلان کې د قومي تصفيې هڅې روانې دي، چې له امله يې ورځ له بلې د خلکو او ولس تر منځ واټن زياتېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې بغلان کې د تېرو جگړو په ترڅ کې دولتي ځواکونو له اوو سوو ډېرو ولسي وگړو ته مرگ ژوبله واړوله او نږدې زر ولسي کورونه يې په دې پلمه ويجاړ کړل، چې طالبان د جگړې پر مهال گټه ترې اخلي. د بغلان خلک او مدني فعالان له همدې امله کابل ته په شکايت راغلل او له دولته يې وغوښتل، چې هلته د طالبانو په نامه د پښتنو وژنه پای ته ورسوي، خو خلک لا هم له ورته ستونزو سر ټکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button