په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانگړی استازی حضرت عمر زاخیلوال په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې پاکستاني چارواکو شربت گله له زندان څخه ازاده کړه. زاخیلوال تر دې مخکې په خپلې پاڼې کې له پاکستاني چارواکو گیله کړې وه چې د شربت گلې په خلاصون کې مرسته نه ده کړې او خپلې ژمنې نه دي تر سره کړي.
زاخیلوال دغه راز زیاته کړې چې شربت ګله به نور د کډوالۍ له ژوند څخه خلاصېږي او راتلونکې دوشنبې په ورځ به هېواد ته ستنېږي. افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي هیله ښکاره کړې چې حکومت به د شربت ګلې په هرکلي کې خپل رول ادا او د ژوند اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.
شربت گله له دوو اونیو راهیسې د خیبرپښتونخوا چارواکو له لوري د جعلي پاکستان تابعیت جوړولو په تور نیول شوې وه او د محکمې په حکم له څو گڼو ورځو را په دېخوا زندان کې وه. د خیبرپښتونخوا محکمې ژمنه کړې وه چې د شربت گلې قضیه به د نومبر په یوولسمه یو وار بیا محکمې ته وړاندې کېږی خو نن یې له بند څخه خلاصه کړه.
شربت گله هغه افغان مېرمن ده چې په ۱۹۸۰ کلونو کې یې انځور د نیشنل جوگرافیگ په پښتۍ کې خپره شوه او نړیوال شهرت یې تر لاسه کړ.