وروسته له هغه چې امنيتي چارواکو بغلان کې د هغو سيمو د نيولو وويل، چېرې چې د برېښنا ستنې نړېدلې وې، د برېښنا شرکت مسوولينو د جمعې د ورځې ماښام کابل ته د برېښنا راجوړلو وروستی وخت وټاکه. خو سره له دې چې په هغه ژمنه څلرويشت ساعته واوښتل، لا هم د کابل برېښنا پرې ده او خلک له ستونزو سره لاس او گريوان دي.
چارواکي وايي، د نړېدلې ستن سيمه يې له طالبانو پاکه کړې ده او د ستن جوړولو او برېښنا نښلولو چارې ښه په زور کې روانې دي، خو بل پلو چارواکو لا وړمه ورځ د ستن د جوړولو خبر ورکړی و.
د کابل اوسېدونکي وایي، د چارواکو د ژمنو په اړه شکمن دي او نه شي ويلای کله به برېښنا ورجوړه شي.
بل لور ته د بغلان ډنډ شهاب الدين سيمه کې تېره ورځ هم د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ درنه جگړه نښتې وه، چې تر ډېره وغځېده.
چارواکي وایي، طالبانو په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين کې پاخه مرکزونه جوړ کړي، خو امنيتي ځواکونه يې په نيولو توانېدلي دي.
نږدې يوه مياشت کېږي، چې د بغلان ډنډ شهاب الدین کې د يوې ستنې نړېدو له کبله د کابل برېښنا پرې ده، حکومت لا له پيله په بېړنۍ توگه د ستونزې هوارولو ژمنه کړې وه، خو لا هم دغه ستونزه پاتې ده.