افغانستانسلايډ

که امضاء ونه کړې سوله نه شته

د ۱۳۹۲ کال د لېندۍ دریمه یوه له خاطرو ډکه ورځ وه؛ له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون پر سر د راغوښتل شوې مشورتي لویې جرګې اختتامیه جلسه له هیجانه ډکه وه، دغه هیجان هغه وخت اوج ته ورسېد چې حضرت صبغت الله مجددي د جرګې د ريیس په توګه ستیژ ته وخوت او پر ولسمشر حامد کرزي یې غږ وکړ چې جرګه دغه تړون غواړي او ژر تر ژره یې امضاء کړه! ولسمشر په بېړه ستیژ ته ورغی او ویې ویل، تر هغه وخته چې امریکایان سوله یا حد اقل د سولې د بهیر عملي پیل تضمین نه کړي، دی به پر قرارداد امضاء ونه کړي. حضرت صاحب د هجرت ګواښ هم وکړ خو کار يې ونه شو او حامد کرزي د قرارداد لاسلیکول ونه منل.

دغه ورځ شپه شوه، د شپې لس نیمې بجې وې، د ولسمشر سکرتر چې معمولاً به د شپې د ارګ په دوهم نمبر قصر کې پاتې کېده، په بېړه بېړه لومړي نمبر قصر ته، چېرته چې ولسمشر له کورنۍ سره اوسېدو ورغی او ورته ویې ویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر غواړي په ټیلېفون درسره وغږېږي او اوس به بیا زنګ ووهي. څو شېبې وروسته زنګ راغی، د حامد کرزي او جان کیري ترمنځ خبرې اوږدې شوې، جان کیري امضاء غوښته او حامد کرزي هماغه خپل شرایط تکرارول چې په سر کې یې د سولې راوستو اطمینان او د دې پروسې د واقعي پیل ضمانت و. خبرې تر نیم ساعت واوښتې او لحظه په لحظه توندېدې، په اخر کې جان کیري حامد کرزي ته وویل: «… د افغانستان ولسمشره! دومره درته وایم!! که امضاء ونه کړې سوله نشته، نور دې خوښه خپله…».

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي: «هغه شپه مې تقریباً خوب ونه کړ، سبا مې د دفتر کارونه ژر ژر تمام کړل او کور ته ولاړم، په انګړ کې مې قدم واهه او دا سوچ مې کاوه، هسې نه چې واقعاً دغه تړون وطن ته د سولې او امن د راتلو باعث شي او ما په خپله محاسبه او تحلیل کې اشتباه کړې وي او زما انکار د جګړې د دوام باعث شي، بیا مې د امریکا د دوولسو کلونو کړه وړه تر نظر تېر کړل، د سناتور جان کیري هغه قسم را په یاد شو چې د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو د جنجالي کېدو په وخت یې د ډاکتر لودین او نورو همکارانو په مخ کې راته وخوړ او ویې ویل: «په انجیل قسم چې دوهم دور انتخابات به کېږي.» چې ټول جریانات مې سره څنګ په څنګ کېښودل، دې نتیجې ته ورسېدم چې دا خلک دروغ وایي او دغه وعده یا ګواښ یې هم دروغ دي چې ګواکې د BSA له لاسلیکولو سره به افغانستان ته سوله راشي.».

دا زموږ د وروستي تاریخ د یوې پاڼې یو پراګراف و. اوس BSA امضا‌ء شوې خو سوله رانغله!

په تېره روژه کې د افغانستان د دولت یو هیئت په مري کې د پاکستانیانو په حضور کې د طالبانو له یو هیئت سره مخامخ خبرو ته کېناست؛ دا هغه څه وو چې تېر حکومت په تکرار او د کلونو په ترڅ کې له اسلام اباده غوښتل، خو دوی راسره نه منل. زموږ د یو وروستي سفر په ترڅ کې په یو واړه مجلس کې چې د پاکستان د صدراعظم د دفتر په یوه وړه کوټه کې وشو او جریان به یې زه په راتلونکي کې مفصل ولیکم، شجاع پاشا د ISI ريیس په دوو- دریو هفتو کې له طالبانو سره د مخامخ مجلس د زمینې د برابرولو ژمنه وکړه چې بیا تر اخره دا کار ونه شو. په هر صورت د «مري» د مجلس دوهم پړاو د ملا محمد عمر د مړینې د خبر د خپرېدو له امله ترسره نه شو او دا سلسله بنده شوه.

اوس هغه څه پیل شوي چې څلور اړخیز مجلس ورته وایي (د امریکا، چين، پاکستان او افغانستان تر منځ) د څلور اړخیزو مجلسونو لومړۍ ناسته په اسلام اباد کې ترسره شوه، دوهمه یې په کابل کې او پتېیل شوې چې دریمه يې د سلواغې په ۱۷مه بیا په اسلام اباد کې ترسره شي. که دا ناستې له طالبانو سره په مستقیمو خبرو منتج هم شي خاصه تمه ترې نه شي کېدای، ځکه اوس ټول پوهېږي چې طالبان پر ډلو وېشل شوي. که یوه ډله یې خبرو ته کېني خو بله یې جګړې ته دوام ورکړي، نتیجه بیا هماغه ده، یعنې د جګړې دوام، خصوصاً چې اوس پرته له طالبانو نورې ډلې هم را پیدا شوې چې د خطرناکو جګړو لپاره تیاری نیسي.

پاکستان چې هغه وخت له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه نه برابروله، علت یې دا و چې دا ډله متحده وه او رهبري یې یوه وه. اوس د سولې خبرې که مستقیمې وي که غیر مستقیمې، فیصله کوونکې نه دي، په تېره چې د افغانستان حکومت په تکرار دا وایي چې له هغو ډلو سره به جګړې ته دوام ورکړي کوم چې سوله نه غواړي.

په څلور اړخیزو ناستو کې چې څه مهم دي او د یو مهم پرمختګ په توګه یادیږي، هغه د سولې لپاره د «لارې نقشه» (Road Map) ده. دا اصطلاح او دا مفکوره نوې نه ده، ما پخوا هم دې ته په یوه لیکنه کې اشاره کړې وه. د لومړي ځل لپاره کله چې د کال ۲۰۱۲ په اوړي کې د پاکستان د هغه وخت صدراعظم «راجا پروېز اشرف» او د انګلستان صدراعظم «ډیویډ کامرون» افغانستان ته راغلل، پر دوه اړخیزو مجلسونو سربېره د ارګ په چارچنار ماڼۍ کې یوه دری اړخیزه ناسته د پاکستان، افغانستان او برېتانیې په ګډون وشوه. په دغه مجلس کې ډیویډ کامرون وویل: «موږ تل د سولې خبرې کوو، خو داسې میکانیزم نه لرو چې په دې برخه کې پرمختګونو باندې پوه شو او واضح پړاوونه ورته په نظر کې ونیسو، په همدې دلیل د سولې لپاره باید د لارې نقشه جوړه شي.»

وروسته د سولې لپاره د لارې پر نقشې کار پیل شو، په دغه کار کې د افغانستان د حکومت دوه چارواکي چې انګلیسانو ته نږدې ګڼل کېدل، ډېر فعال وو.

پتېیل شوې وه چې په پاکستان کې په ټیټه کچه مجلس او په لندن کې یوه بله دری اړخیزه ناسته وشي. له نوموړو چارواکو یوه یې یو ماښام جوړه شوې د لار نقشه راوړه او حامد کرزي ته یې ور وښوده. زما نظر چې وپوښتل شو ومې ویل دا د منلو وړ نه ده؛ ځکه چې اخري مرحلې ته یې چې رسېږو ډیورنډ به مو منلې وي او دا نقشه داسې ترتیب شوې چې ګواکې پاکستان دا جګړه راباندې تپلې، موږ یې پزې ته پرې راوستي یو او اوس را ته وایي جګړه به درباندې بنده کړم خو که زما دا دا شرایط ومنې.

پخواني ولسمشر هغه د لارې نقشه ونه منله، داسې تغییرات یې په کې راوستل چې نه پاکستان غوښتل ویې مني او نه انګلستان. انګرېزانو بیا پخواني ولسمشر ته لندن ته څېرمه په چکرز کې په جوړې شوې ناسته کې په ډاګه ویلي وو چې افغانستان باید له هند سره په اړیکو کې د پاکستان ملاحظات په پام کې ولري چې هغه طبعاً رد ځواب ورکړی و.

ملت دې پر دې پوه وي چې اوسنۍ د لارې نقشه چې د سولې په نامه جوړېږي، کېدای شي هماغه پخوانۍ یا تر هغې خطرناکه وي. متأسفانه حکومت په دې برخه کې ملت ته زیات معلومات نه ورکوي. خو پر ډیورنډ کرښې باندې په سیستماتیک ډول پاکستاني تأسیسات جوړېدل، په تکرار يې پر افغانستان دا تور لګول چې ګواکې دلته تروریستان ساتي او هغوی بیا د ډیورنډ ها خوا عملیات کوي، پر SOP خبرې یا په ځینو مواردو کې عمل کول، د Border Management په نوم ډیورنډ ته ورو ورو د سرحد حیثیت ورکول، دا ټولې خطرناکې نښې دي. حکومت دې په دې کې مسوولانه عمل وکړي او ملت دې ورته بیدار وي.

عبدالکریم خرم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button