افغانستان

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اور گاډي ليکې جوړول پيل شو

د افغانستان د عامو گټو وزارت خبر ورکړی، چې د اقينه بندر د اورگاډي د اوسپنيزې ليکې جوړول پيل شوي دي، دغه ليکه د ترکمنستان د اورگاډي ليکه افغانستان سره نښلوي.

د عامو گټو وزارت وزير محمود بليغ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې دغه اوسپنيزه ليکه د ترکمنستان له «امام نظر» سيمې راپيل شوې ده او په لومړۍ مرحله کې به درې نيم کيلو متره د افغانستان دننه ته راورسېږي.

نوموړي زياته کړې ده، چې دا ليکه د ترکمنستان په لگښت جوړېږي او په راتلونکې کې به اندخوی ښار ته اوږده شي. د هغه په وينا دا ليکه به په نږدې راتلونکې کې گټه اخيستو ته وسپارل شي.

د یادې اوسپنيزې ليکې په جوړېدو به افغانستان له يوې بلې نړيوالې اوسپنيزې ليکې سره هم وصل شي. د دې ليکې له درې سوو کيلو مترو ډېره برخه د افغانستان شمالي ولايتونو کې جوړېږي، چې لگښت به يې د اسيا پراختيايي بانک ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button