افغانستانسلايډ

ولسمشر: د افغانستان اتيا سلنه نشه‌يي توکي اروپا ته ځي

د برتانيې پلازمېنه لندن کې فساد سره د مبارزې نړيواله غونډه ولسمشر غني څرگنده کړې ده، چې د افغانستان اتيا سلنه نشه‌يي توکي اروپا ته ځي. دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د امريکا او ناټو د بريد يوه مهمه موخه افغانستان کې د نشه‌يي توکو له منځه وړل وو، خو نړيوال راپورونه ښيي، چې افغانستان کې د کوکنارو او نشه‌يي توکو کر په داسې حال کې اوج ته رسېدلی، چې بهرني ځواکونه لا هم هلته دي.

ولسمشر غني د يادې غونډې پر گډونوالو غږ وکړ، چې له نشه‌يي توکو لاسته راغلې پيسې تعقيب کړي او له دې لارې هغه کسان تر عدلي تعقيب لاندې ونيسي، چې له دې پيسو گټه اخلي.

ښاغلي غني وويل: «د ملگرو ملتونو له لوري د ورکړل شويو معلوماتو له مخې په تېرو لسو کلونو کې له نشه‌يي توکو د ترلاسه شويو پنځه سوه مليارد ډالرو څلور سوه اتيا مليارد يې د اروپا دننه ترلاسه شوي دي، خو د دې پر ضد هيڅ قانوني گام نه دی اخيستل شوی».

ولسمشر غني په داسې حال کې دا څرگندونې کړې دي، چې د برتانيې صدر اعظم ډېويډ کيمرون د همدې غونډې له پيله وړاندې افغانستان د نړۍ تر ټولو فاسد هيواد وباله. افغان حکومت د ښاغلي کيمرون دا څرگندونې غير عادلانه وبللې.

سره له دې چې ډېری بهرني چارواکي د افغانستان د کړکيچ پړه يوازې پر افغان لوري اچوي، خو وخت ناوخت له داسې رازونو پرده پورته کېږي، چې د دې کړکېچ د اصلي رامنځته کوونکو څېرې بربنډوي.

د راپورونو پر اساس پر افغانستان د امريکا د بريد له پيله تر ننه دې هيواد کې د کوکنارو او نشه‌يي توکو کر پنځه نوي سلنه ډېر شوی دی، چې کارپوهان په خپله امريکايي او غربي چارواکي په کې ککړ بولي. خو دغه چارواکي د پړې گوته يوازې افغانستان ته نيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button