افغانستانسلايډ

طالبانو هلمند کې د بهرنيانو د چورلکې راغورځولو ادعا کړې

وسله والو طالبانو د هلمند نادعلي کې د بهرنيو ځواکونو د يوې چورلکې د راغورځولو ادعا کړې ده.

هغوی وايي، بېگا دولس بجې يې د نادعلي ولسوالۍ اړوند شاول مانده سيمه کې د امريکايي ځواکونو چورلکه ويشتلې او راغورځولې ده.

طالبانو پر خپلو انټرنيټي پاڼو ليکلي، دغه چورلکه له امريکايي عسکرو ډکه او يادې سيمې ته د چاپې په موخه راغلې وه، او د بېرته پورته کېدو پر مهال د دوی له لوري وويشتل شوه. هغوی دا نه ده څرگنده کړې، چې چورلکه يې د کومې وسلې پر مټ ويشتلې ده.

خبر زياتوي، چې چورلکې له ويشتو سره سم اور اخيستی او د نادعلي ولسوالۍ اړوند د شنې جامعې د سه شنبې مېلې سيمه کې غورځېدلې ده.

افغانستان کې پرتو امريکايي ځواکونو او د افغانستان چارواکو تر دې دمه د پېښې په رد يا تاييد کې څه نه دي ويلي.

طالبانو ادعا کړې، چې چورلکه کې سپاره ټول امريکايي پوځيان وژل شوي، چې وروسته د نورو چورلکو پر مټ انتقال شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د يوې الوتکې د راغورځولو دعوه کوي، پخوا ډېرې ورته پېښې رامنځته شوې دي، چې بهرنيان او دولتي چارواکي يې ډېره وختونه لامل تخنيکې ستونزې بولې، خو ځينې وختونه يې د طالبانو له لوري په نښه کېدل هم تاييدوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button