حنیف اتمر د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مسکو ته په یوه رسمي سفر تللی دی. اتمر له پوتین سره په کتنې کې د (MI24) او (MI35) چورلکو د مرستې غوښتنه کړې تر څو د ملي اردو هوايي ځواک نور هم پیاوړی شي.
د دې تر څنگ اتمر له پوتین څخه د چورلکو د مرستې سره سره د نورو پوځي مرستو غوښتنه هم کړې او دواړه خواوې د نظامي مرستې په اړه سره هوکړې ته رسېدلي دي.
تر دې مخکې هند هم د افغانستان له هوايي ځواک سره د څلورو وړو چورلکو مرستې کړې وه.
د افغانستان د هوايي ځواک د راپور له مخې هره ورځ جنگي چورلکې تر ۱۸۰ ډېر پروازونه کوي. د افغانستان هوايي ځواک ډېرې لږې چورلکې په اختیار کې لري او څو وارې یې د امریکا په شمول له نورو هېوادنو څخه د مرستې غوښتنې کړي دي.