خبرونهسلايډ

افغان او امریکايي ځواکونو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر زوی په غزني کې موندلی

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني زوی، علي حیدر ګیلاني د افغان او امریکايي ځواکونو په  ګډو عملیاتو کې له غزني ولایت څخه موندل شوی.

علي حیدر د ۲۰۱۳م کال په مۍ میاشت کې د پاکستان په ملتان کې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال برمته شوی و. پاکستاني چارواکو ګومان کوی چې علي حیدر به پاکستاني طالبانو برمته کړی وي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار، سرتاج عزیز ته د علي حیدر د خوشې کېدو په باب معلومات ورکړي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر، عمر زاخېلوال تایید کړې چې علي حیدر د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې خوشې شوی.

د علي حیدر د برمتې پړه کومې ډلې نه وه منلې. خو چارواکي وايي چې علي حیدر القاعده پورې تړلې کومې ډلې برمته کړی و.

علي حیدر به له روغتیايي کتنو وروسته پاکستان ته ولاړشي.

د علي حیدر په ژغورنه کې افغان امنیتي ځواکونه داسې مهال رول لوبوي چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یو ځل بیا د بې باوریو سیوری غوړېدلی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button