تازه سروې گانې ښيي، چې د افغانستان ځوانانو کې پر نشهيي توکو روږدي کېدا لا ډېره شوې ده. راپورونه څرگندوي، چې پر نشهيي توکو اخته افغانان په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي او د هيواد په ټولو سيمو کې په پراخه پيمانه خپاره دي.
د الجزيرې له تازه راپور سره سم بې وزلي، بې روزگاري، ناپوهي او پرلهپسې جگړې هغه څه دي، چې نشهيان يې پر نشو د اخته کېدو لاملونه بولي. هغوی وايي، پورته لاملونو يې هيلې او جذبې وژلې دي او له همدې شيانو د تېښتې له امله يې د نشو غېږې ته پناه ور وړې ده.
خو يو بل ستر لامل چې ډېری وگړي او په ځانگړي ډول ځوانان يې نشو ته ور مات کړي، په هر ځای کې په اسانۍ سره د نشهيي توکو موندل دي.
سرچينه د روږدو کسانو له خولې ليکي، دوی کولای شي، نشهيي توکي هر ځای او ان په عامو مېله ځايونو کې پيدا کړي، چې له امله يې نشه کول اسان کار گرځېدلی.
افغانستان کې پر ځوانانو سربېره ستر شمېر مېرمنې او کوچنيان هم پر نشو اخته دي، چې د ژوند په بدترين وضعيت کې دي. حکومت هڅې کوي، د پلازمېنې کابل له لارو کوڅو دغه کسان ټول او ځانگړو مرکزونو ته يې ولېږدوي، خو لا هم افغانستان کې دغه پديده ورځ له بلې زور اخلي.