د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني پرون مازدیگر د یوه لوړپوړي دولتي هیات په گډون له کابل څخه د پولنډ پلازمېنې وارسا په لور وخوځېد. خبرپاڼې کې راغلي چې ولسمشر به د وارسا په غونډه کې د ترهگرۍ په ضد جگړې تر څنگ په څو نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي.
په دې سفر کې له ولسمشر سره اجراييه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي دفاع وزیر ډگر جنرال عبدالله حبیبي، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي، د مخدره مواد په ضد د مبارزې وزیر سلامت عظیمي، د زیربناي په برخه کې د ولسمشر ارشد سلاکار داکټر محمد همایون قیومي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ادارې عمومي مسوول عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر ارشد سلاکار نادر نادري او د ولسمشر ویاند هارون چخانسور گډون لري.
غونډه د جولای د میاشتې په نهم تاریخ پېلېږي او د کنفرانس په څنډه کې به ولسمشر د ناټو د غړو هېوادونو له مشرانو سره هم جلا جلا کتنې وکړي. د وارسا غونډه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ډېره مهمه ده او تمه کېږي چې د ناټو غړي هېواد له افغانستان سره خپله ژمنه بیا تازه کړي.