تېره شپه گڼو وسله والو کسانو د بلخ په مرکز د مزارې شریف په ښار کې د جرمني په کونسلگرۍ برید کړی. برید کې گڼ کسان وژل شوی او په لسگونه نور ټپیان شوي دي.
راپورنه زیاتوي چې تر برید دمخه د کونسلګرۍ دروازې ته څېرمه یو موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک وو چاودنه کړې او ورپسې ګڼو وسله والو کسانو پر کونسلګرۍ ورننوتي دي. پېښه د شپې یوولس بجې او دېرش دقیقو شاوخوا شوې وه. د بلخ ولایت د پولیسو رییس سید کمال سعادت رسنیو ته ویلي چې برید کوونکي د پولیسو له لورې له منځه وړل شوي دي.
د بلخ چارواکو د پېښې د ټپیانو په اړه څه نه دي ویلي خو د بوعلی سینا روغتون رییس نور محمد فیض رسنیو ته ویلي چې تر دې دمه د برید له امله ۱۰۰ تنه ټپیان او څلور مړي روغتون ته رسول شوي دي. د ځايي اوسېدونکو په وینا چاودنه ډېر زوروره وه او د روضې شاوخوا دوکانونو ښیښې یې ماتې کړي نو ښايي چې په کورنو کې هم څوک وژل شوي وي.