د ۲۰۱۵ز په اوږدو کې افغانستان د هغو هيوادونو په سر کې راغلی، چې تر ټولو ډېر ډرون يا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په کې شوي دي. افغانستان کې د دغو بريدونو تر ټولو ډېر قربانيان بيا ولسي وگړي ښودل شوي دي.
لندن کې د ژورنالېزم يوې څېړونکې څانگې له خپلو څېړنو معلومه کړې، چې افغانستان کې له ۲۰۰۱ز راهيسې له بل هر هيواده ډېر ډرون بريدونه شوي دي. که څه هم امريکايي او ناټو چارواکو د دې بريدونو هدف وسله وال مخالفین بلل، خو دغه موندنې ښيي، چې افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې تر ټولو ډېر ولسي وگړي وژل شوي، خو له رسنيو پټ پاتې شوي دي.
د يادې ادارې موندنو څرگنده کړې، چې افغانستان باندې د امريکا او ناټو د بريد له پيله د تېر کال تر پايه دوه زره ډرون بريدونه شوي دي، خو دا چې معلوماتو ته لاسرسی اسان نه و، د قربانيانو شمېرې ناڅرگندې پاتې دي.
سرچينه وايي، افغانستان کې دغو بريدونو له وسله والو ډېر ولسي وگړي وژلي دي. خو د ملي يووالي حکومت لا هم دغه بريدونه د وسله والو د ځپلو لپاره اغېزناک بولي او تاييد يې کوي.
د افغانستان ختيځو ولايتونو کې يو وار بيا دې بريدونو زور اخيستی او بهرني ځواکونه يې د داعش او طالب جنگيالو د ځپلو لپاره مهم بولي.
افغانستان کې د بشر حقوقو فعالان دا بريدونه له وسله والو ډېر د ولس په تاوان بولي. د بشر حقوقو يو فعال نصرت الله محمدي وايي: «ډېری وختونه د څو وسله والو لپاره کلي او کورونه په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي. په دغو بريدونو کې تل بشري حقوق مات شوي دي».
د افغانستان د پوځي چارو شنونکي په دې نظر دي، چې د افغانستان جغرافيو جوړښت ته په کتو او دا چې بې پيلوټه الوتکه يوازې شپېته يا اويا سلنه هدف ويشتی شي، ډېر امکان شته، چې ولسي وگړي يې قرباني شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سياسي استازيتوب راپورونو تېر کال د ولسي وگړو د تلفاتو تر ټولو ډېره پړه پر وسله والو مخالفینو واچوله، خو د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه يې هيڅ يادونه نه ده کړې.