تېرره ورځ د ترکیې لومړی وزیر بن علی یلدرم په یو خبري غونډه کې رسنیو ته وویل:« موږ د امریکا متحده ایالاتو ته د فتح الله ګولن په اړه اسناد ورکړي، چې فتح الله ګولن د ترکیې په ناکامه کودتا کې ښکیل وو».
د ترکیې د لومړي وزیر له څرګندونو وروسته د ترکیې ولسمشر اوردګان د متحده ایالاتو له ولسمشر اوباما سره ټیلیفوني خبرې کړي.
سپینې ماڼي رسنیو ته ویلي چې د دواړو هېوادو مشرانو د فتح الله ګولن په اړه ټیلیفوني خبرې کړي، ولسمشر اوباما اردګان ته ډاډ ورکړی چې موږ به د اسنادو له کتو وروسته د فتح الله ګولن د سپارلو پرېکړه کوو.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ اروپایې اتحادې ته په ویناو کې وویل ترکیه باید د کودتاچیانو سره انساني چلند وکړي او بشري حقوق دې نه پایمال کوي.