د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو اندېښنه څرگنده کړې ده، چې نا امنۍ به په راتلونکې کې د هيواد ډېری ښوونځي وتړي. وزارت وايي، که حالات همداسې دوام وکړي، په نا امنو ولايتونو کې به د ښوونځيو په تړل کېدو کې ډېروالی راشي.
د وزارت د شمېرنو له مخې اوس مهال د افغانستان نا امنو سیمو کې له اوو سوو ډېر ښوونځي تړلي دي.
د دې وزارت د ویاند مجيب مهرداد په وينا: «که جگړې دوام وکړي، طبيعي ده، چې دا اندېښنې راولاړې شي، چې د تړل شويو ښوونځيو شمېر به ډېر شي».
نوموړي ويلي، بيا هم په کومو سيمو کې چې امنيتي حالت سم شي، تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل کېږي.
پوهنې وزارت دا خبره په داسې حال کې کوي، چې د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې لا هم گڼې داسې ولسوالۍ شته، چې په تېرو کلونو کې يې هيڅ ښوونځي نه دي لرلي، يا هم خيالي ښوونځي دي.
د پکتيا او پکتيکا په شمول د ځينو ولايتونو ولسواليو په تېرو څلورو کلونو کې د دولسم فارغان نه دي درلودلي.
د وزارت د شمېرنو پر اساس تېرو کلونو کې د تړل شويو مکتبونو شمېر له څلورو تر پينځو سوو و، خو وروستي کال کې دغه شمېره اوو سوو ته لوړه شوې ده.