خبرونهسلايډ

«د خیبرپښتونخوا چارواکو ژمنه کړې چې افغان کډوال به نه ځوروي»

د خیبرپښتونخوا ایالت مشر پروېز خټک ویلي چې له چاودنو او نورو امنیتي حالاتو له پېښو وروسته به افغان کډوال خیبر پښتونخوا کې د امنیتي اداراتو له لوري نه ځورېږي. پروېز خټک دغه څرگندونې د خیبر‌پښتونخوا په مرکز پېښور کې له اسلام اباد میشتي افغان سفیر «حضرت عمر زاخیلوال» سره نن په یوې کتنې کې وکړې.

غونډه کې د خیبرپښتونخوا ایالت امنیتي مشرانو هم ګډون درلود چې د غونډې ټول ګډون‌وال په دې اړه هوکړې ته ورسېدل. تر دې غونډې یوه اوونۍ مخکې شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوال د نوشهرې په سیمه کې د پولیسو له لوري ځکه نیول شوي وو چې د اوسېدو لپاره یې رسمي اسناد له ځان سره نه لرل. خټک ژمنه وکړه چې دغه افغان بندیان به ډېر ژر له بنده خلاص کړي.

د دې تر څنګ د خیبرپښتونخوا مشر دا هم ومنله چې له دې وروسته به افغان کډوالو ته د پيښور په طب او انجینري پوهنځیو کې هم داخله ورکوي او تر څنګ یې پروېز خټک له افغان سوداګرو سره د نرم چلند کولو ژمنه وکړه.

په پای کې د دې ژمنو له ترسره کولو لپاره یو کمیسون جوړ شو تر څو په راتلونکي کې د دې غونډې ژمنې پوره کړي. حضرت عمر زاخیلوال په دې وروستیو کې د ولسمشر له لوري پاکستان ته ځانګړی نماینده او افغان سفیر وټاکل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button