خبرونه
د اروپا مرکزي بانک د بانکي سود کچه صفر ته راټیټه کړه

د اروپا مرکزي بانک د اقتصادي ودې په موخه د خپلو تازه تدابیرو په لړ کې د بانکي سود کچه له نیم سلنې څخه صفر ته ټیټه کړې ده.
دغه بنسټ په اروپا کې د پورونو د ابعادو د کموالي په موخه په میاشتني ډول د پور پاڼو د اخیستو کچه هم له ۶۰ میلیاردو ډالرو څخه ۸۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړې ده.
پر دې سربېره د اروپا مرکزي بانک پرېکړه کړې چې د خپلو ورکړل شویو پیسو د سود کچه به هم ټیټوي.
اوسمهال د دغه ډول سود کچه له منفي صفر اعشاریه دری سلنې څخه منفي صفر اعشاریه څلور سلنې ته ټیټه شوې ده.