خبرونه
هلمند: د ولسمشر سلاکار له بریده روغ وتلی
سیمهیز رسنۍ خبر ورکوي چې د هلمند ولایت په گرمسیر ولسوالۍ کې د ولسمشر پر سلاکار برید شوی دی. د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک رسنیو ته وویل چې ځانمرگی برید د دې ولسوالۍ په مرکز کې شوی دی چې له امله دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ځانمرگي د سلاکار صالح محمد سفري د موټرو په کاروان برید وکړ چې خپله سفري له دې بریده روغ ووت او پاتې دوه تنه نور چې یو یې قومي مشر دی وژل شوي دي.
د گرمسیر ولسوال ایوب عمر عمري په وینا سفري د دې ولسوالۍ په مرکز کې یوې غونډې کې برخه اخیسته چې د موټرو په کاروان یې برید وشو.
پیښه کې د قومي مشر عبدالولي ضابط موټر په بشپبړ ډول له منځه تللی دی او خپله هم د برید له امله وژل شوی دی.