سلايډسيمه او نړۍ

امريکايان نن نوی ولسمشر ټاکي

نن (د نومبر اتمه) د امريکا متحده ايالتونو کې د نوي ولسمشر د ټاکلو ورځ ده. امريکايان به نن پرېکړه وکړي، چې د هيلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ له منځه کوم يو د امریکا پنځه څلوېښتم ولسمشر ټاکي.

په دواړو کانديدانو کې چې هر يوه له نيمو ډېرې رايې خپلې کړې، هغه ولسمشر دی. خو که دواړه برابر شول، د امريکا د استازو خونه يې بيا د ګټونکي پرېکړه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې ډونلډ ټرمپ وار له مخه تورونه پورې کوي، چې د مقابل لوري د برلاسۍ لپاره يې درغلي شوې ده.

د امريکا د ټاکنو اړوند ادارو ويلي دي، چې دوه سوه او شپږويشت مليونه امريکايان د رايه اچولو حق لري او شرايط ورته برابر شوي دي. خو د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې شايد پنځه شپېته سلنه امريکايان په ټاکنو کې ونډه واخلي. امريکايي حکومت ټول هېواد کې د رايه اچونې له پنځو سوو ډېر مرکزونه پرانيستي دي.

چارواکي وايي، چې نن به ټوله ورځ د رايه اچونې مرکزونه پرانيستي وي او ماښام مهال له بندېدو سره سم به په نيوهمپشاير او ډکسويلي نوچ سيمو کې له نورو ايالتونو وړاندې پايلې اعلان شي او وروسته به نور ايالتونه هم ګټونکی کانديد اعلان کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button