ځينې کسان په فېسبوک کې خپل هر څه خپروي. خپل ژوند د خلکو پر وړاندې ږدي او ټول معلومات له خلکو سره له دې لارې شريکوي، خو دې ته د ډېرو پام نه وي له خلکو سره دغه ډول معلومات شريکول ځينې خطرناک تاوانونه هم لري. په ځانګړې توګه دغه معلومات مو بايد په فېسبوک کې خپاره نه کړئ:
1. د زېږېدو نېټه:
ستاسې د پيدايښت تاريخ بايد نورو ته معلوم نه وي، ځکه له دې لارې درته امنيتي او مالي ستونزې جوړېدای شي. ښايي د دې معلوماتو په استعمال مو خلک بېنکي حساب هک کړي او پيسې مو غلا کړي. دغه راز د زېږېدو د نېټې له لارې مو خلک فېسبوک هم هک کولای شي.
2. د تليفون شمېره:
د ټليفون شمېره مو بايد ځينو او معلومو کسانو سره وي. که دا هر چا ته په لاس کې ورکړئ، ښايي ځينې خلک مو د مسج او زنګ له لارې په تکليف کړي.
3. دوستان:
که مو فېسبوک کې دوستان ډېر وي، نو بايد له ملګرو سره د ښو اړيکو له پاره نورو ته اجازه ورنه کړئ چې ستاسې ملګري وليدلای او وموندلای شي.
4. د ماشومانو انځورونه:
ډېری خلک په فېسبوک کې د خپلو ماشومانو انځورونه خپروي او دا ورته عادي ښکاري، خو دا ښه نه وي. ښايي ځينې خلک يې نټ کې خپاره کړي. په افغاني ټولنه کې ښايي دا لا ډېرې جدي ستونزې رامنځ ته کړي. مثلا کله چې د لور انځورونه خپاره شي او نجلۍ چې مشره شي، بیا خلک نه خوښوي چې د لور انځورونه يې نورو سره هم وي.
5. د ماشومانو ښوونځی:
په فېسبوک کې مو د ماشومانو د ښوونځي په اړه معلومات هم مه خپروئ، ښايي ځينې کينه ګر کسان ترې غلطه استفاده وکړي يا ستاسې ماشومان په تکليف کړي.
6. خپل ځای:
ځينې خلک هر مهال د خپل ځای په اړه فېسبوک کې معلومات خپروي، خو دې ته يې پام نه وي چې ښايي ځينې خلک يې تعقيب او په عذاب کړي.
7. له مدير ځان ساتئ:
که غواړئ چې دنده مو محفوظه وي، نو فېسبوک کې مو مدير له ځان سره مه ملګری کوئ، ځکه هغه به مو د نظرياتو او باورونو په اړه معلومات نه لري او له فکر څخه مو نه خبرېږي. هسې نه ستاسې فکر يې خوښ نه شي او دنده کې درته ستونزه جوړه کړي.
8. د رخصتيو او چکر په اړه معلومات:
غواړئ چې غله مور کور غلا نه کړي؟ که يې نه غواړئ نو د خپل چکر او د کور د خالي کېدو خبر له چا سره مه شريکوئ، که نه غلا به له فرصته ګټه پورته کړي.
9. عاطفي حالت:
د خپل نوي دوست په اړه په فېسبوک کې معلومات مه خپروئ، ځکه خلک پوهېږي چې له پروني دوسته لرې شوی او خپه شوي ياستئ.
10. تذکره مو هم پټه ساتئ:
انټرنټي غلا ورځ تر بلې په زياتېدو ده او د انټرنټي غلا يوه لاره تذکره ده. تذکره دغه راز د نورو معلوماتو له پاره هم کارېدای شي، نور ورسره احتياط کوئ. هڅه کوئ چې د بل چا لاس ته ورنه شي.