افغانستانسلايډ

پنټاگون: ۲۰۱۶ کې به یو ځل بیا د افغانستان کړکېچ د پاملرنې مرکز وي

ډيلي بيسټ ورځپاڼې د افغانستان وروستيو حالاتو ته په کتو په خپله اخري گڼه کې «افغانستان کې د امريکايي پوځيانو لپاره د وينې تويولو او د مرگ سيوری بيا راغلی» تر عنوان لاندې مقاله خپره کړې ده.

مقالې د هلمند د مارجې هغې پېښې ته اشاره کړې، چې يو امريکايي پوځي په کې ووژل شو او دوه نور ټپيان شول، او زياته کړې يې ده، دغه مرگ ژوبله دا پوښتنه راولاړوي، چې افغانستان کې د امريکا اوسنی ماموريت څه دی؟ او د امريکا دفاع وزارت په دې بحران کې خپل ماموريت پټ ساتلی.

امريکا په ښکاره وايي، چې د ۲۰۱۵ز له پيل سره يې افغانستان کې جگړه‌ييز ماموريت پای ته رسېدلی، خو لا هم د جگړو له ډگره د امريکايانو د مرگ ژوبلې خبرونه راځي.

په همدې ترڅ کې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو هغه امريکايي الوتکه هم په نښه او راوغورځوله، چې مارجه کې يې د طالبانو پر ضد هوايي بريدونه کول، امريکايي چارواکو د الوتکې بېړنۍ ناسته تایيد کړه، خو د مرگ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل، خو وسله والو طالبانو رسنيو ته په استولي ايميل کې ادعا وکړه، چې لسگونه امريکايان يې په کې وژلي دي.

ډيلي بيسټ ليکلي، مارجه کې وژل شوی او دوه ټپي عسکر د امريکا له ځانگړي ځواک سره تړلي وو او د افغان ځواکونو په څنگ کې جگړه کې وژل شوي دي، دا په دې معنی ده چې افغانستان کې اوسني شته امريکايان ټولو ستونزمنو سيمو ته نه شي رسېدای.

ورځپاڼې د پنتاگون د ځينو چارواکو په اړه ويلي، هغوی په دې باور دي، چې په ۲۰۱۶ز کې به د عراق او سوريې پر ځای بېرته افغانستان يو وار بيا د امريکا د توجه مرکز وگرځي.

له دې وړاندې نورو غربي رسنيو ليکلي وو، افغانستان کې د امريکا جگړه له پای ته رسېدو ډېره لرې برېښي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button