افغانستان کې د امريکا د هوايي ځواکونو د روزونکي ماموريت مشر تروي هنډرسن څرگنده کړې ده، چې د افغانستان پوځي الوتکو لپاره به د اړتيا وړ شمېر پيلوټان وروزي. ښاغلي هنډرسن پرون وويل: «الوتکې او د هغوی سامان الات اخيستل اسان کار دی او ستونزه د پيلوټانو او هغو خلکو پيدا کول دي، چې د الوتکو تخنيکي ستونزې اوارې کړي». نوموړي د پيلوټان تر څنگ د تخنيکي کارکوونکو د روژنې ژمنه هم کړې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري د امريکايي قوماندان د دې څرگندونو هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، چې سره له دې چې د پيلوټانو پر روزنه ډېر مالي لگښت او وخت لگېږي خو دا ستونزه بايد اواره شي. ښاغلي وزيري څرگنده کړه: «دا ستونزه اوارېږي، امریکا چې د الوتکو مرسته راسره کوي پيلوټان هم راکوي، دا کار زيات مالي لگښت غواړي خو موږ پيلوټان او تخنيکي کارکوونکي د دې لپاره بهرنيو هېوادو کې روزو چې مسلکي زده کړه وکړي».
د افغانستان د هوايي ځواک يو ستر شمېر محصلين دا مهال د امريکا په گډون په گڼو بهرنيو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.