وسله والو طالبانو د تېرو دوه ورځو نښتو په ترڅ کې د روزگان- کندهار پر لويه لار له امنيتي ځواکونو له شلو ډېرې پوستې نيولې دي. امنيتي چارواکو رسنيو سره خبرو کې د دې پوستو د نيول کېدو پخلی کړی خو زياته کړې يې ده، چې پوليسو او د اردو ځواکونو په تکتيکي توگه له دې پوستو په شاتگ کړی دی.
د روزگان امنيتي امر سمونوال رحيم الله رسنيو ته ويلي، ځواکونه يې د هغو سيمو د نيولو لپاره عمليات کوي، چې له لاسه يې وتلې دي، خو لا پيل شوي نه دي. هغه زياته کړې: «امنيتي ځواکونه له دغو پوستو د جگړې د شدت او مهماتو د نه رسېدو له کبله په شا شوي او حاکمو نکتو ته گرځېدلي دي».
نوموړي په دې اړه څه ونه ويل، چې طالبانو سيمه کې څومره پوستې نيولې دي، خو د روزگان د امنيه قوماندانۍ يوې بلې سرچينې رسنيو ته ويلي، طالبانو د روزگان- کندهار پر لويه لار يوويشت پوستې نيولې دي، چې د پوليسو او ملي اردو د عسکرو دي.
طالبانو د يادو پوستو د نيولو پخلی کړی. د هغوی وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په استولي برېښناليک کې څرگنده کړې، چې د تېرو دوه ورځو نښتو په ترڅ کې يې شل امنيتي کسان وژلي او اووه ويشت پوستې يې نيولې دي.
د سيمې خلک وايي، د جگړې پر مهال د روزگان- کندهار لويه لار د طالبانو له لوري تړل شوې وه او کله چې امنيتي ځواکونه له سيمې په شا شول، لاره د خلکو او موټرانو پر مخ پرانيستل شوه.