
پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځه د سولې خبرې اترې په ټپه درېدلي.
عزیز وایي، طالبان نشي کوالی کابل ونیسي، خو خپل جنګ ته به دوام ورکړي. نوموړی وايي تل یې هڅه کړې تر څو د افغان دولت او طالبانو تر منځ جوړ جاړی وشي،هغه زیاتوي پاکستان هیڅ وخت د افغانستان په کورنېو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، پاکستان د خپلو کړو ژمنو سره سم باید د طالبانو ټول پټن ځایونه په خپله خاوره کې له مینځه یوسي.
سرتاج عزیز وایي کله چې د پاکستان حکومت په طالبانو د ضرب عضب عملیات پیل کړل، طالبان د پاکستان خاوره پرېښوده او افغانستان ته لاړل، هغه وایي له عملیاتو ورسته یې خپل نفوس په طالبانو کې له لاسه ورکړی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وایي، پاکستان لا تروسه پورې په طالبانو کې پوره نفوس لري، او د طالبانو ټول مرکزونه لا هم په پاکستان کې په ښکاره ډول خپل فعالیت کوي.