افغانستانسلايډ

طالبان له کندز ښاره وتلي

وسله والو طالبانو کندز ښار کې له نهو ورځو پرله‌پسې جگړو وروسته په بشپړه توگه له دې ښاره شا تگ کړی دی. راپورونه څرگندوي چې تېره شپه هم د ښار ځينو سيمو کې سختې جگړې شوې دي.

سيمه‌ييز خبريال گل رحيم نيازمن امريکا غږ ته ويلي، چې نن د ښار هغو سيمو کې امنيتي ځواکونه ځای پر ځای دي، چې تر تېرې شپې طالبان په کې وو.

نوموړی وايي، چې د ښار چاله مزار، سه درک، زاخېل، درېيمه حوزه، نواباد، بالاحصار سه صد فاميلي، قهوه خانه او خاکنۍ سيمې تر پرونه د طالبانو ولکه کې وې خو اوس ترې وتلي دي.

تېره شپه هم د ښار ختيځ لور ته د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې شوې دي، خو طالبان نن له ټول ښاره وتلي دي.

طالبانو نهه ورځې مخکې پر کندز ښار له څو لوريو بریدونه وکړل او په څو ساعتونو کې يې پر ټول ښار ولکه ټينگه کړه.

پر ښار د طالبانو له ولکې سره سم بهرنيو او افغان ځواکونو درنې بمبارۍ وکړې او د جگړې په ترڅ کې د ښکېلو خواو سربېره سلگونو ولسي وگړو ته هم مرگ ژوبله واوښته.
بل پلو له دېرشو زرو ډېر کندزيان د جگړو له وېرې له خپلو کورونو او سيمو وتښتېدل او گاونډيو ولايتونو ته ولاړل، چې دا مهال بېړنيو بشري مرستو ته اړ دي.

د کندز ښار د يو ځل بيا سقوط له امله د ملي يووالي حکومت تر سختو نيوکو لاندې راغی او سياستوالو او مدني فعالانو حکومت د کندز په اړه په بې غورۍ تورن کړ. خو ولسمشر غني تېره ورځ د کندز له چارواکو سره خبرو کې وويل، چې د دې ښار د ستونزو اوارول د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button