ملګري ملتونه د کندز د هوايي بريد څېړنه کوي
څو ورځې وړاندې کندوز ولایت کې امريکايي جنګي الوتکو هوايي بریدونه وکړل، چې له امله يې ۳۰ تنو ته چې زیات شمېر يې ښځې او ماشومان وو مرګ ژوبله واوښته.
ملګري ملتونه وايي، چې دوی د افغانستان شمال کې د هغه هوايي بريد څېړنه پیل کړې، چې په شکمنو طالبانو شوی و، خو له امله يې له ۳۰ زیاتو عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې یاد برید کې لږ تر لږه ۳۲ کسه مړه او ۱۹ زخمیان شوي او زیات قربانيان يې ښځې او ماشومان دي. دغه بريد د کندز مرکز ته نږدې په بز کندهاري کلي کې شوی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې یاد بريد سره په تېره اونۍ کې د ملکي تلفاتو کچه تر ۹۵ مړو او ۱۱۱ زخمیانو ورسېده.
د یوناما عمومي مشر او افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل: «د ولسي خلکو زیان د منلو وړ نه دی، ځکه په دې سره په افغانستان کې د سولې او ثبات هڅو ته زیان رسېږي».
نوموړي زیاته کړه، چې «کله هم نړيوال ځواکونه هوايي بريدونه کوي، باید د ملکي تلفاتو د بچ کولو لپاره ټول ممکن اقدامات ترسره کړي».
د امريکا پوځ منلې، چې د شنبې په هوايي بريد کې ښايي ملکیانو ته تلفات اوښتي وي چې دوی به يې په اړه پلټنې وکړي.
دغه بريد د افغان ځانګړو ځواکونو او امريکايي مشاورینو د ملاتړ په موخه هغه مهال ترسره شو، چې د طالبانو پر يوه قومندان د عملياتو په مهال تر سخت برید لاندې راغلل. دې بريد کې درې افغان او دوه امريکايي عسکر ووژل شول.
که څه هم د طالبانو په وړاندې د امريکا پراخ پوځي عملیات په ۲۰۱۴م کال کې پای ته ورسېدل، امريکايي ځواکونه لا هم له افغان ځواکونو سره د مرستې په پلمه جګړه کې ونډه اخلي.
د ناټو تر مشرۍ لاندې د امريکا زرګونه عسکر په افغانستان کې د افغان پوځ د روزنې، مرستې او د تروريزم ضد ماموریتونو په موخه په افغانستان کې مېشت دي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال اکتوبر میاشت کې هم امريکایانو په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون بمبار کړ، چې لږ تر لږه ۴۲ کسان چې ۲۴ يې ناروغان، ۱۴ کارکونکي او ۴ پایوازي و ووژل شول. دغه بريد امريکایانو وروسته خپله «تېروتنه» وبلله او بښنه يې وغوښته.