افغانستان
د سترې محکمې د رييس پلار تښتول شوی دی
د ننگرهار چارواکو خبر ورکړی دی، چې نامعلومو کسانو د سترې محکمې د رييس پلار تښتولی دی.
د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو سره خبرو کې تاييد کړې ده، چې د سترې محکمې د رييس پلار تېره اوونۍ تښتول شوی دی.
نوموړی وايي، د سيد يوسف حليم د سپين ږيري پلار د موندلو په موخه يې څېړنې پيل کړې دي.
ښاغلی حليم د ننگرهار د روداتو اوسېدونکی دی او اوسمهال يې کور د جلال اباد ښار د مېوې منډيي سيمه کې دی.
د سيمې خلک وايي، د محکمې د رييس پلار د خپلو کور له مخې تښتول شوی دی او تر دې دمه يې معلومات نه شته.
د ښار اوسېدونکي وايي، سره له دې چې چارواکي د سړي تښتونو پېښو کې د کموالي خبره کوي، خو لا هم ښار کې دا کار ښه په زور کې روان دی.