افغانستان

بغلان: ډنډغوري کې تصفيوي عمليات پيل شوي

دولتي ځواکونو د بغلان د مرکز پلخمري اړوند ډنډغوري سيمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد تصفيوي عمليات پيل کړي دي. د بغلان مرکز پلخمري ښار له دې سيمې تر سخت امنيتي تهديد لاندې و.

مدني فعالانو او قومي مشرانو څه موده مخکې پر دولت غږ کړی و، چې دغه سيمه کې د طالبانو د پراخو فعاليتونو مخه ډب کړي. هغوی ويلي و، چې «له بغلانه دويم وزيرستان جوړ دی».

د بغلان مرستيال والي عبد القديم نيازي رسنيو سره خبرو کې ويلي، نن سهار اته بجې يې ډنډغوري کې عمليات پيل کړي، «عملياتو کې هوايي او زميني ځواکونه، اردو، پوليس، نظم عامه پوليس او کومانډو عسکر گډون لري». هغه زياته کړه: «اوسمهال له پلخمري څخه د طالبانو سيمې د توپ تر ډزو لاندې دي او زميني ځواکونه د ډنډغوري پر لور خوځېدلي دي». د نيازي په وينا طالبانو سيمه په بمونو پوښلې ده، ځکه نو دولتي ځواکونه ډېر ورو پر مخ درومي.

عملياتو کې د تلفاتو په اړه تر دې دمه معلومات نه شته. د سيمې خلک وايي، وسله وال طالبان له سپکو او درندو وسلو سره په سيمه کې ځای پر ځای دي او ډله ډله ليدل کېږي.

د بغلان د ولايتي شورا غړو ويلي دي، اټکل کېږي دې سيمه کې به شاوخوا زر تنه طالبان وي. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button