افغانستانسلايډ

يوناما: افغان بنديان له ناوړه روغتيايي حالته کړېږي

افغانستان کې د ملگرو ملتونو سازمان د پلاوي معاونيت يا يوناما وايي، د هيواد زندانونو کې بنديان له ناوړه روغتيايي حالته کړېږي.

يوناما په دې اړه پرون يو راپور خپور کړ، چې سرليک يې «د افغانستان زندانونو کې د روغتيايي حالت ارزونه» و. په دې راپور کې ويل شوي، افغانستان کې بنديانو ته په منظم ډول روغتيايي خدمتونه نه رسېږي.

راپور زياته کړې، زندانونو کې بنديان د روان درملنې او د غاښونو د طب له خدماتو بې برخې دي، همدا راز په کومو زندانو کې چې د بنديانو شمېر ډېر دی، په منظم ډول روغتيايي خدمات نه ور رسېږي.

راپور د ښځينه زندانونو په اړه ليکي: «هلته شته ښځينه ډاکټرانې بسنه نه کوي او بنديان له ستونزو سره مخ دي. کومې مېرمنې چې د زندان دننه اولاد زېږوي، هيڅ روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري».

د يوناما له راپور سره سم د افغانستان د ولايتونو زندانونو کې له پنځه ويشت زرو ډېر بنديان پراته دي، چې د ډېری هغو روغتيايي حالت يې ښه نه ده او که پاملرنه ورته ونه شي، نور به هم خراب شي.

سرچينې په خپل راپور کې څرگنده کړې: «زندانونو کې د غير انساني چلن، د بنديانو د سپکاوي او پرته له ثبوته د سزا ورکولو په اړه د راپورونو ثبتولو کومه ځانگړې پاليسي هم نه شته».

راپور کې د افغانستان د کورنيو چارو او عامې روغتيا وزارتونو پر چارواکو غږ شوی، چې پورته ستونزې اوارې کړي.

د افغانستان زندانونو کې ستونزه يوازې همدا نه ده، بلکې بنديان په نورو ډولونو هم تر ځور لاندې دي. څو مياشتې مخکې د افغانستان د پارلمان ځينو غړو خبر ورکړ، چې ملي امنيت شورا د بگرام او پلچرخي د ۵۸۰ تنو هغو بنديانو د خوشې کېدو اجازه نه ورکوي، چې د محکمو له لوري يې د بند موده ختمه او بري اعلان دي.

هغوی زياته کړې وه، چې په ځانگړي ډول د بگرام زندان بنديان په خورا بد حالت کې دي، حکومت يې نه خپله غم خوري او نه يې د کورنۍ غړي پرېږدي، څو خوراکي او نور اړين توکي ور ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button