افغانستانسلايډ

مشرانو جرګه: اته سوه بنديان د بند له تېرولو وروسته بيا هم نه دي خوشې شوي

د مشرانو جرګې غړو د هېواد زندانونو کې بنديانو سره د چلن او د هغوی د دوسيو څېړلو په وړاندې د حکومت پر تګلاره کلکه نيوکه کړې ده. د جرګې دغو غړو څرګنده کړې ده، چې پلچرخي زندان کې ۴۴۰ تنه داسې دی، چې له مياشتو راهيسې د اعدام په انتظار دي او اته سوه نور داسې دي، چې د بند موده يې تېره شوې او بايد خوشې شي، خو لا هم زندانونو کې پراته دي.

د مشرانو جرګې د شکاياتو د اورېدو کميسيون تېره ورځ د جرګې غونډه کې پر حکومت نيوکه وکړه، چې د زندانيانو دوسيو ته توجه نه کوي، دې کميسيون څرګنده کړه، چې پلچرخي زندان کې اته سوه کسان داسې دي، چې د بند موده يې څو مياشتې وړاندې پوره شوې ده، خو لا هم بنديان دي.

د زندان چارواکو د دې کميسيون د استولي پلاوي غړو ته ويلي، چې د دې کسانو نومونه يې شپږ مياشتې وړاندې ولسمشر غني ته استولي دي، خو تر اوسه يې ځواب نه دی ترلاسه کړی. د مشرانو جرګې د دغه کميسيون د استولي پلاوي غړو پلچرخي زندان نه له کتنې وروسته وويل، چې ۴۴۰ تنه د اعدام د حکم د پلي کېدو انتظار باسي، خو د شپږو مياشتو په تېرېدو لا هم دغه انتظار پای ته نه دی رسېدلی.

د مشرانو جرګې غړو ويلي، که حکومت نه غواړي چې دغه کسان اعدام کړي، نو بايد انتظار يې پای ته ورسوي او اعدام دې يې پر اوږدمهال بند بدل کړي.

د ياد پلاوي د غړو په وينا پلچرخي کې يو سل او څلوېښت تنه زندانيان په وژونکو ناروغيو اخته دي خو اړوند ادارو يې د خوشې کولو او درملنې لپاره هيڅ نه دي کړي.

دا سره له دې چې لويې څارنوالۍ مخکې ويلي وو، چې د ټول هېواد د زندانيانو دوسيې په جدي ډول څېړل کېږي او په دې اړه د چارواکو تنبلي نه مني.

د مشرانو جرګې دا نیوکه په داسې حال کې ده، چې د روان کال په مارچ مياشت کې د پلچرخي زندان ښځينه بنديانو زندان کې خپلو د اوسېدو ودانيو ته اور اچولی و، دا ځکه چې هغوی د پلچرخي زندان پر شرايطو او حالاتو خوښې نه وې. د همدې کال د سپتمبر په شپږويشتمه د بشري حقونو کميسيون خبر ورکړ، چې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تر څارنې لاندې زندانونو کې بنديان له شکنجو او ناوړه حالت سره مخ دي. دې کميسيون څرګنده کړې وه، چې له زندانونو پرته نور داسې ځايونه هم شته، چې بنديان په کې ساتل کېږي او له ډېرو حقوقو بې برخې دي.
د کميسيون رييسې سيما ثمر په دې اړه وويل: «دا مهال تر دېرش زرو پورې کسان بنديان دي، چې د مدافع وکيلانو له نشتوالي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي».

د ځينو پخوانيو راپورونو پر اساس د هېواد بېلا بېلو زندانونو کې ډېری داسې بنديان شته چې د کلونو په تېرېدو يې ان دوسيې نه دي جوړې او د محکمې له امر پرته زندان تېروي.
څو مياشتې مخکې د کندهار د سترې محکمې نوي بدل شوي رييس څرگنده کړه، چې کندهار زندان کې درې اتيا تنه داسې بنديان دي، چې پرته له دې چې جرم يې معلوم شي او دوسيې يې جوړې شي، يوولس کاله يې زندان کې تېر کړي دي.
تېر کال هم د ولسي جرگې ځينو غړو خبر ورکړ، چې د بگرام او پلچرخي زندان پينځه سوه اتيا تنو بنديانو ته د درې واړو محکمو له لوري برات ورکړل شوی دی، خو ملي امنيت شورا يې د خوشې کېدو مخه نيسي.

 ولسمشر غني څو مياشتې وړاندې چې طالبانو کابل کې سخت بريدونه ترسره کړل امر وکړ، چې د ټولو طالب بنديانو دوسيې دې نهايي شي او چې کوم کسان پر اعدام محکوم شول، اعدام دې شي.

له هغې وروسته د تېرې مۍ په لومړيو ورځو کې پلچرخي کې شپږ تنه طالب زندانيان اعدام شول او ورسره سم د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ګواښ وکړ، چې د خپلو ملګرو غچ به واخلي.

له دې وروسته د تېرې اګست مياشتې په وروستيو کې طالبانو ورسره د يوې بندی بهرنۍ کورنۍ وېډيو خپره کړه، چې يوه امریکايۍ مېرمن، د هغې کاناډايي مېړه او دوه بچي په کې وو. دغو ښځې او مېړه له خپلو حکومتونو غوښتي وو، چې پر افغان حکومت زور راوړی، چې د بندي طالبانو د اعدام په اړه خپله پاليسي بدله کړي، که نه دوی به ووژل شوي. دا هغه وخت و، چې افغان حکومت د حقاني شبکې د مهم غړي انس حقاني د اعدامولو وړاندوينه کړې وه.

د امریکا بهرنيو چارو وزارت او د کاناډا حکومت د دې ويډيو په غبرګون کې وويل، چې په دې اړه جدي دي او هيڅ داسې کار به ونه کړي، چې د دې يرغمل شويو ژوند ته ګواښ جوړ کړي.

وروسته هيڅ لوري په دې اړه په رسمي ډول څه ونه ويل، خو د هېواد زندانونو کې د هغو بنديانو اعدامول لا هم ځنډېدلي دي، چې میاشتې وړاندې يې د اعدام نېټې تېرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button