افغانستانسلايډ

ننگرهار: حکومت د داعش پر ضد خلکو ته وسلې ورکړي

د افغانستان ختيځ کې ځايي چارواکو د دې خبرې پخلی کړی، چې حکومت له داعش جگړه مارو سره جنگېدو لپاره خلک وسله وال کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملي يووالي حکومت ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې وه، سيمه کې به وسله وال منحل کوي.

د ملي اردو يوه قوماندان جنرال نسيم سنگي رسنيو سره خبرو کې ويلي، حکومت د داعش پر خلاف د سيمې خلک وسله وال کړي دي.

نوموړی زياتوي، هغو سیمو کې چې په دې وروستيو کې د داعش له ولکې وويستل شوې، دولت وسله والې ډلې جوړې کړې دي، چې د داعش او طالب جنگيالو پر ضد جگړه کوي.

د سنگي په وينا حکومت د شډل، خاص اچين او عبد الخېل سيمو کې شپږنيم سوو کسانو ته وسلې ورکړې دي او پوستې يې ورته جوړې کړې دي.

د ننگرهار د والي مرستيال نور احمد حبيبي هم د دې خبرې پخلی کړی، خو نوموړی وایي، دا کسان د دولت په چوکاټ کې جگړه او خپله دفاع کوي.

چارواکي وايي، دغه کسان چې د دولت له لوري وسلې ورکړل شوې دي، ټول د سيمې خلک دي او د وسلو د استعمال يواځې لږ چل ورځي.

ننگرهار کې د داعش تر ولکې لاندې ولسواليو خلکو بيا بيا لاريونونه وکړل او له دولته يې د داعش ضد د گامونو پورته کولو غوښتنه وکړه، خو پای هم خپله د داعش خلاف جگړې ته اړ شول.

سيمه‌ييز چارواکي زياتوي، د داعش او طالبانو پر ضد جنگېدونکي ډېری دغه کسان د ځايي جنگ سالارانو تر مشرۍ لاندې جگړه پر مخ وړي، چې په راتلونکې کې شايد په يوه ستونزه بدل شي.

د ملي يووالي حکومت ولسمشر د خپل کار د پيل پر مهال ژمنه وکړه، چې ټولې غير مسوولې وسله والې ډلې به له منځه وړي، خو داسې ښکاري چې د دې ژمنې په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button