افغانستان

د کابل د قرباغ ولسوالي په چاودنه کې څلور تنو ته مرګ ژوبه اوښتې

نن مازدیګر د کابل ولایت د قرباغ په ولسوالۍ کې د یو چاودنې له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. عبدالسمیع شریفي رسنیو ته ویلي. «چاودنه د یو مقناطیسي ماین په واسطه وشوه چې ماین د یو هایلکس ماډل موټر پوري نښته وه.»
شریفي زیاته کړه هایلکس ماډله موټر له پروان ولایت څخه د کابل ولایت پر لور روان وو چې د قرباغ ولسوالۍ سره یې انفجار وکړ، چې په چاودنه کې یو کس مړ شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. شریفي وویل. «ټپیان مو روغتون ته انتقال کړي او صحيې وضعیت یې ښه دی.
د پېښې عیني شاهدان وايې. «هایلکس ماډله موټر د پروان ولایت له لورې راغی او ناڅاپي یې انفجار وکړ، کله چې موټر ته ورغلو د موټر چلونکی سوزیدلی وو او څیره یې نه ښکاریده.»
د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button