د يوې نړيوالې ادارې له راپور سره سم خوړو ته د لاسرسي په بنياد افغانستان د نړۍ په لوږه ځپليو هېوادونو کې اتم نمبر ځای لري.
د «د خوړو پاليسي نړيوال انسټيټيوټ» په نامه دغې ادارې د هغو هېوادونو لست خپور کړی، چې د لوږې حالت په کې اندېښمنوونکی بلل شوی. په دې لست کې هر هېواد ته له سلو نمرو نمرې ورکول شوې دي.
راپور کې ويل شوي، چې که څه هم د ۲۰۰۸ په پرتله افغانستان کې د لوږې کچه رالوېدلې ده، خو لا يې هم حالت جدي دی. افغانستان سږکال شاوخوا پينځه دېرش نمرې لري، چې په ۲۰۰۸ کې دغه نمرې نهه دېرش وې.
راپور څرگنده کړې ده، چې د افغانستان د نفوس نږدې اوويشت سلنه وگړي د خوړو له کمښت سره مخ دي. دغه راز دې هېواد کې د هغو ماشومانو سلنه نهه اعشاريه پينځه ده، چې د خوار ځواکۍ له کبله له پينځه کلنۍ وړاندې ساه ورکوي.
ياد لست کې د پاکستان، هند، اندونيزيا او نايجيريا په گډون درې څلوېښت هېوادونه د لوږې له جدي حالت سره مخ ښودل شوي دي او سوريه، سوډان، سوماليا، مرکزي افريقا، چاډ، سحارا، مډگاسکر او زيمبيا هغه هېوادونه دي، چې لوږه په کې خطرناکې کچې ته رسېدلې ده.
د يادې ادارې چارواکي وايي: «په راتلونکو کلونو کې له نړۍ څخه د لوږې د له منځه وړو هدف هغه وخت ترلاسه کېدی شي، چې جنگ جگړې پای ته ورسي او له سياسي لارو دې هدف ته د رسېدو هڅې وشي.»