د کمپیوټر هارډ ډیسک ډېري وړې وړې برخي لري چي Sectors ورته وایي لري او په همدې سکټرونو کي زموږ معلومات ذخیره کیږي. د هارډډیسک خرابوالی اول له سکټرونو را پیل کیږي. او کله چي همدا سکټرونه خراب سي بیا Bad Sectors ورته وایي.
که نه پوهېږئ چي هارډیسک مو Bad Sectors پیدا کړي دي نو کمپیوټر مو چالان کړئ که یې هارډ ډیسک ووړ ږغ (کرر کرر) کاوه Bad Sectors لري او که یې نه کاوه بیا سم دی.
که یې Bad Sectors پیدا کړي وي بیا یې د حل ډېره اسانه لار دغه ده!
لومړئ: که Windows 7 کاروئ نو پر My Computer به کلیک وکړئ او Local Disk C ته به ولاړ سئ او پر هغه به ښئ کلیک وکړئ او Properties ته به ولاړ سئ. هلته یوه وړه پرده راخلاصیږي او تاسو به Tools انتخاب کړئ او پر Check Now به کلیک وکړئ، بیا به Scan for and attempt recovery of bad sectors انتخاب کړئ او Start به کلیک کړئ. که مو هارډ ډیسک غټ وي یو څه وخت نیسي.
دوهم: که Windows 8 یا تر Windows 8 لوړ ورژن کاروئ بیا به په Search Box کي This Pc ولیکئ او کلیک به یې کړئ. هلته به Local Disk C انتخاب کړئ او ښئ کلیک به ورباندي وکړئ او Properties به انتخاب کړئ. بیا به Tools انتخاب کړئ، Check به کلیک کړئ او Scan Drive به کلیک کړئ. یو څه وخت نیسي چي Bad Sectors په Good Sectors واړوي.